ایکنانیوز د عربی ۲۱ ویب پاڼې له قوله ارپور راکړی، دغه چینل په یوه راپور کې د «مولانا او قرآن؛ قرآني قصې او صوفيانه تفسیر» نومې کتاب ارزولی او دهغه ژباړه ئې څه داسې کړې ده
شاعر او عارف جلال الدین رومي؛ چې هېر شوی دی
پاکستانی الاصله امریکائي څېړونکي او لیکوال، عامر لطیف، په دغه کتاب کې په یو حیرانونکې حقیقت رڼا اچولې ده. هغه لیکي: جلال الدین رومي په امریکا کې مشهور او ډېر خوښ شوی شاعر دی او مسلمان عارف دی چې په دیارلسمې عیسوي پیړۍ کې ئې ژوند کړی دی. د هغه اثارو ژباړې له فارسي څخه نورو ژبو ته د ختیځ پوهانو لخوا شوې چې د هغه میراث ئې خپل کلتور ته یې منتقل کړی، او څرګنده ده چې له یوه کلتور څخه بل کلتور ته د ژباړې ستونزې او مشکلات، د دغه عارف او د قرآن ترمینځ په ژورې اړیکې د ابهام لامل کېږي.
دا کتاب د د هغې تشې د ډکولو کولو لپاره لیکل شوی چې روښانه کړي، د جلال الدین رومي تصوف ،یوه بډایه نړیواله تجربه ده چې له دینونو، قومونو او توکمونو څخه ورهاخوا ده او د هغه د قرآن تفسیر له مطلق وجود سره د تعامل لپاره د انسان اړتیا ځوابوي ، د دې . له دې امله، د کتاب موخه، له دین او دینی او مذهبی ډلې پرته عمومی مخاطب دی، او هڅه کوي چې ثابته کړي،د عشق، ښکلا او رحمت مفاهیم د مولانا په شعر کې، له قرآني اصولو څخه سرچینه اخلي.
د شيعیانو، فقیهانو او صوفيان ترمینځ د قرآن تفسیر
د کتاب څېړونکي د قرآن په تفسیر کې ډېرو لارو ته روښانه کولو ته مخه کړې ده او د علومو هغه څانګې چې د قرآن له تفسیر سره تړلې دي لکه د قرائت علم، احکام، نسخ، حدیث، د دین اصول، د فقې اصول، عربي ژبه او نحو، ارزوي او د دې علومو د دايرة المعارف معرفی کوي.
د قرآن صوفيانه تفسیر مختلف کړچارونه لري ، له دې امله، د اشارې تفسیر یا فيضي تفسير نومېږي.
د قرآن په صوفي مفسرانو کې ابن عطاء الله السکري، ابو یزيد بسطامي او محي الدین ابن عربي شامل دي .
جلال الدین مولوی د تفسیر ځانګړې لید یا د معنا پوهېدو لپاره کومه بېلګه روده وړاندې کړې نه ده. له دې امله، د دې اثار څېړونکي شخصاً متنونه ارزولي چې د هغوی ځانګړتیاوې څرګندې کړي. هغه په پای کې دې پایلې ته رسېږي چې دا صوفي عارف له دوه ګوڼي جوړښت او معنا څخه ګټه اخلي او عقیده لري چې د یو شي شکل د هغه بهرنۍ ښکاره کول دی خو د هغه اصلي معنا، د هغه پټه او نامرئي حقیقت دی. مولوی د اسلام د ګران رسول (ص) له دعا څخه استفاده کوي چې فرمایي: «اللهم أرنا الأشیاء کما هی» (خدایا! ټول شیان داسې څنګه چې دي، مونږ ته ئې ښکاره کړه) چې نړۍ داسې څنګه چې زموږ لپاره په بهر کې ښکاره کېږي، یوازې پر واقعیَت یوه پرَده او حجاب دی.
مولانا هغه څه وړاندې کوي چې د هغه په عقیده کې د تفسیر او د قرآن پټو معناوو ښکاره کولو لپاره سم الګو دی. هغه د معلم رول لوړوي د هدايت او لارښوونې په چوکاټ کې.
https://iqna.ir/fa/news/4263526